اسلام آباد ۔ 14 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي نجی ټور آپرېټ??ز ته د حج كوټې په الاټ كولو د سعودي عربستان لخوا هېڅ بندېز نشته دا د پاكستان حكومت په صوابديد ده۔ د روان كال په مهال 67 فیصد حج کوټه سرکاری او 33 فیصد نجی څانګې ته وركړې شوه۔ د حج 2018ء قرعه اندازی د پنجاب انفارمېشن ټېکنالوجی بورډ د لارې د نېب او آئي بي نمائندګانو په موجودګۍ كښې وشوه۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ?? پوښتنو دمې په مهال د شېخ صلاح الدین ?? پوښتنې په ځواب وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئيل د حج 2018ء قرعه اندازی د پنجاب انفارمېشن ټېکنالوجی بورډ د لارې شوې۔ دا قرعه اندازي په سپېځلي ډول د نېب او آئي بي نمائندګانو په موجودګۍ كښې شوې۔ كومه حج كوټه نشته۔ ده ووئيل د روان كال په مهال 67 فیصد حج کوټه سرکاری او 33 فیصد نجی څانګې ته وركړې شوه۔ ده ووئيل د سعودي حكومت لخوا د 5 زره كوټه راكړې شوه وه ولې هغه مهال مونږ استعمالولې نه شوه۔ مونږ ووئيل دا بايد سعودي عربستان كښې پاكستانيانو ته وركړی شي ولې هغې څخه يوازې 500 وېزې وركړې شوې۔ ده ووئيل د روان كال په مهال درې لكهه 75 زره خواستونه راغلي دي۔ د تېرو درې كلونو څخه خواستونه وركوؤنكو له د 10 زره او د 80 كالو ??خه د زيات عمر وګړو لپاره هم د 10 زرو كوټه اېښودلې ??وې۔ ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې پېكج كم وي دغسې چې هر وګړې حج ته لاړ شي۔ سردار یوسف ووئيل اسلام آباد هائی کورټ كښې حج سره د اړوند كېس اورېدنه روانه ده۔ نجي څانګې ته د كوټې وركولو په اړه د سعودي عربستان لخوا هېڅ هدايات نشته۔