اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د اوبر ټېكنالوجيز ان كارپورېشن چيف اېګزېكټو افسر دارا خسرو شاهي ډېووس كښې د نړيوال فورم په موقع ملاقات كړې۔ په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال علي جهانګیر صدیقي او سینئر ??كومتي چارواكي هم موجود وو وزیراعظم د “شیئرنګ اکانومي” ماډول د هر اول مرستې په كردار ترسره كولو د اوبر ستائنه و??ړه او ھغې ته ئې د پاكستانو بانكونو او وزيراعظم يوته پروګرام سره د شراكت دارۍ بلنه وركړه ٬ دغسې چې ډرائيورانو له اوبر ??پاره د ګاډي فنانسنګ له مرسته تر لاسه شي۔ د ملاقات په مهال اوبر ??اكستاني معيشت كښې په بامعني اندازه كښې د ګډون پحقله په امكاناتو هم د خيالاتو څرګندونه و??ړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان ماركيټ اوبر ??پاره زيات ګنجائش لري۔ د يادونې وړ ??ه اوبر ان كارپورېشن د ټېكنالوجي يوه نړيواله كمپني ده كومه چې په 633 ښارونو كښې كار كوي او اوبر ??اكستان كښې خپل عمليات په مارچ كال 2016 كښې پېل كړي او په اوو ښارونو كښ كار كوي چې په نتيجه كښې ئئ 63 زره ډرائيورانو ته كار او 12 لكه 70 زره مصرف كوٶنكو ته سروسز وركوي