اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود چوهدري نثار علي خان وياند د چوهدري نثار په كور د مظاهرچيانو د بريد او هغه په بكتر بند ګاډي كښې محفوظ مقام ته د متنقل كولو ??ه اړه د مېډيا د ځينې حلقو او په خاص توګه په سوشل مېډيا د خبرونو وضاحت كولو سره وئيلي دي چې د تېرې يوې اونې راهسې د تګ راتګ ستونزو له امله چوهدري نثار علي خان په اسلام آباد كښې مېشته دے ځكه د هغه په بكتر بند ګاډي كښې د منتقل كولو ??ه خبر كښې هېڅ صداقت نشته۔ وياند ووئيل چې تېره ورځ د ځينې شرخوښو عناصرو لخوا د هغه په كور د بريد كولو ??څه شوې په كومه كښې چې مركزي درو??زې او د كور دېوال ته زيان رسېدلې خو د كور په امنيت مامور ځوانانو د فرض شناسې او بهادرې څرګندونه كولو سره د شرخوښو دا هڅه شنډه كړې۔ د چوهدري نثار علي خان ?? خېر??ت پوښتنې لپاره د ترلاسه شويو ټېليفونونو په اړه وياند ووئيل چې چوهدري نثار د ټولو خېرخوا مننه كړې۔