اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د نبی کریم ۖ تعليمات د اولس د حقونو د احترام درس وركوي٬ د رنځورانو ٬ زده كوٶنكو او د اولس ژوند په عذاب كښې اچول هېخ كله د رسولۖ ??ره مينه نه ده٬ د عسكرو تخښتول ډېر سنګين جرم دے۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخئ داخله وزير وئيلي دې د تحريك لېبك يا رسول اللهۖ مشران دې احتجاج كوي خو ولې قانون دې په لاسو كښې نه اخلي٬ يو مسلمان د ختم نبوتۖ سودا نه ش?? كولې٬ پاکستان كښې د امن حفاظت د ټولو فرض دے٬ په دې مسئله ټول قام يو موټې دے او دې لپ??ره تقسيم پېدا كول نامناسب دي۔ ده ووئيل پاکستانے د رسولۖ ?? عاشقانو قام دے٬ پاکستان كښې د امن حفاظت د ټولو فرض دے۔ احسن اقبال ووئيل پاکستان دښمنه حلقې د مظاهرچيانو عكسونه او تقريرونه په نړيواله كچه د ھغوي بدنامۍ لپ??ره كاروي۔ ده ووئيل حكومت هڅه كوي چې د تشدد نه بچ ??ي٬ د اولس د ستونزو نه مظاهرچيان خبر كړې شوې٬ ه??له ده چې ھغوي به ډېر زر ل??ره پرېږدي٬ ده ووئېل حكومت د سخت اقدام نه ډډه كوي دغسې چې شرخوښې دې څخه ګټه پورته نه كړي۔ د كورنيو چارو وزیر احسن اقبال ووئيل ه??له ده چې حكومت به په سخت اقدام مجبوره نه كړې شي