نیویارک/اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) نړيوالو لارښودو په ګرده نړۍ كښې ماشومانو انجونو او هلكانو ته د زده كړو اسانۍ وركولو لوظ كولو سره وئيلي دي د نړۍ بېلو سيمو كښې د لكھونو په ??مې?? كوچنيان سكولونو څخه بهر دي او د تعليمي ستونزې حل كولو نه غېر د اقتصادي پرمختګ هدفونو ترلاسه كول امكان نه لري۔ ??ا خبره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په مهال د”فنانسنګ دی فیوچر۔ ایجوکیشن2030″ په سرخط راجوړ كړې شوې دستورې ته نړيوالو لارښودو خپل خطاب كښې وكړه۔ د سوات نوبل انعام ترلاسه كوؤنكې پاكستانۍ زده كوؤنكې ملاله يوسفزئۍ دې دستوره كښې ګډون لپاره په خصوصي توګه لندن څخه نيويارك ته تلې۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیوګوئترېش دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل غوره نړۍ او غوره سباؤن لپاره د تعليم په څانګه كښې سرمايه كارۍ څخه ښه خبره بله كېدې نه شي۔ ??ه ووئيل زه په دې وياړ لرم چې زه خپله يو استاذ پاتے شوے يم۔ او ما څو لسيزې وړاندې د پرتګال په پلازمينه لزبن كښې په كچه كورونو كښې جوړ شويو سكولونو كښې د دې خبرې مشاهده كړې چې د بې وسۍ ختمولو او پرمختګ لپاره تعليم څومره ضروري دے۔ او دا ولې په بنيادي حقونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل سره د دومره هڅو دا مهال په غريب او وروستې پاتې هېوادونو كښې 260 ملین څخه زيات كوچنيان او ځوانان كومو كښې چې د انجونو ??مې??ه زياته ده سكولونو څخه بهر دي۔ نوبل انعام ترلاسه كوؤنكې ملاله يوسفزئۍ دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د نړۍ يو ??مې?? سيمو كښې انجونې تعليم ترلاسه كولو كښې ستونزو سره مخ دي په كومو كښې چې بې وسي ٬ جنګ ٬ بحرانونه او كم عمرۍ كښې ودونه د ذكر وړ دي۔ ??ستورې ته ?? وزیراعظم ګورډن براون په شمول يو ??مې?? نړيوالو لارښودو هم خطاب وكړو۔ د هند فنكارې پریانکا چوپړا ك??مه چې د یونیسیف د خیرسګالۍ سفيره هم ده خپل خطاب كښې د تعليم ودې له د ګامونو دائرې پراخا ك??لو په حاجت زور راوړو۔