اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قانون ٬ انصاف او پارلماني چارو لنډ مهاله وفاقي وزیر بیرسټر سید علي ظفر وئيلي دي ټول قام سره وعده كوو چې په وخت ټولټاكنې باوري كولو لپاره به لنډ مهاله حكومت ټول صلاحيتونه او اسانۍ پكار راولي،سوله ايزو ټاكنو له به د حساس او زياتو حساس پولنګ سټېشنونو كښ?? فول پروف امنيت وركولې شي٬ د نېب لخوا د نواز شریف او مریم نواز نامه په اي سي اېل كښ?? شاملولو لپاره درخواست تر لاسه شوے٬ د وزیراعظم لخوا جوړه كړې كمېټي په درخواست غور كوي ، د وفاق او څلورو واړو صوبو په بېورو كرېسي بدلون راوستې شوې، د هر ډول لاس وهنې يا اثر انداز كېدو ګيله يا په ثبوت هر څوك لرې كول پكار دې ، په دې لړ كښ?? د ټاكنو كمېسون هم پرېكړه كولې شي٬ د زلفي بخاري نامه په اي سي اېل نه په بلېك لسټنګ كښ?? وه ، په بلېك لسټنګ كښ?? د نوم انداراج يا اخراج لپاره د كابينې د پرېكړې ضرورت نه وي او نه پېچلې پراسېس وي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ نه بهر ميډيا سره كړې۔ وفاقي وزیر د اسلام آباد هائي كورټ دورې په مهال د هائي كورټ عهدېدارانو او وكيلانو ورورولۍ سره هم ملاقاتونه وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل لنډ مهاله حكومت دا مېنډېت لري چې هېواد كښ?? پاكې٬ سپېځلې ٬ بې پرې او په وخت ټولټاكنې باوري كړي او په دې لړ كښ?? د آئين آرټيكل 19 او 19—A له مخې د رائيو د اظهارآزادۍ او د میډیا آزادي باوري كړي ۔ ده ووئيل سېپځلې او غېر جانبداره ټاكنې كول د لنډ مهاله حكومت ذمه واري ده او دې لپاره تېره ورځ په صوبو كښ?? د تېرو حكومتونو په دورو كښ?? په ځائ كړې شوې بيورو كرېسي كښ?? بدلون راوستې شوې او د دې مقصد په هر لحاظ سره غېر جانبداره ټاكنې كول باوري كول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل كه د چا نامه په اي سي اېل كوي نو ھغه ته د بهر تګ اجازې لپاره د كابينې پرېكړه ضروري وي، د زلفي بخاري د بهر تګ نه پس دا ووئيل شول چې د ھغه نامه په اي سي اېل كښ?? شامله وه او بهر هېواد ته لاړو ، ده ووئېل په اي سی ایل كښ?? نوم اچولو لپاره د سترې محكمې پرېكړه او په قانون كښ?? طريقه كار وضع دے ٬ كابينه پرېكړه كوي چې د چا نامه په اي سي ايل كښ?? اچول دي او د چا نه خو د ھغه كس نامه په اي سي اېل كښ?? نه وه ځكه د كابينې د پرېكړې حاجت نه ٶ۔ ده ووئيل نېب لخوا د نواز شریف او مریم نواز نامه په اي سي اېل كښ?? شاملولو لپاره درخواست راغلې ، لنډ مهاله وزیراعظم دې لپاره يوه كمېټي جوړه كړې چې پكښې لنډ مهاله داخله وزير٬ د اطلاعات٬ خپرونو٬ قانون او انصاف او د خزانې وزير شامل دے كوم چې په درخواست غور كوي، ده ووئيل اوس م??ال د نواز شریف كورودانې او د مريم نواز مور رنځوره ده او په اندېښمن حالت كښ?? ده مونږ د ھغې صحت لپاره لاس په دعا يو۔ ده ووئېل د يو سياسي ګوند لخوا د ګورنرانو د بدلولو د غوښتنې په پوښتنه سید علی ظفر ووئيل د هر ډول لاس وهنې يا اثر انداز كېدو ګيله يا په ثبوت هر يو كس لرې كول پكار دې ، په دې لړ كښ?? د ټاكنو كمېسون هم پرېكړه كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ابتدائي معلوماتو له مخې د اسلام آباد هائي كورټ په پرېكړه عمل درآمد كولو سره د يوې ميډيا ادارې په پلاټ كاروائي شوې ده ، كه په كومه وجه داسې شوې وي يا كوم ډول ناانصافي وشوه نو ميديا سره به اودرېږو۔ ده ووئيل سوله ايزو ټاكنو له د داخله وزارت حساس او زيات حساسو پولنګ سټېشنونو كښ?? به فول پروف امنيت وركولې شي ٬ داسې نه شي كېدې چې حساس ترين پولنګ سټېشن د امنيت نه غېر پرېښودلې شي، د ټاكنو په مهال به په امنيت هېڅ ډول سودا نه كوٶ ٬ وفاقې وزير ووئېل لنډ مهاله حكومت د ميديا په راپورونو هم ضروري اقدامات كوي۔ د فاټا انضمام پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د لنډ مهاله حكومت د پاكو سپيځلو ټاكنو د كولو مېنډېټ سره سره يو مېنډېت دا هم دے چې د فاټا انضمام نه پس د ځائي اولس د ژوند معيار بدلولو لپاره پوليس٬ عدليه ٬ انتظامي چوكاټ جوړولو پشمول د پېښو ستونزو مخنيوي وكړې شي او دا كار به ډېر زر بشپړولې شي، ده ووئيل فاټا كښ?? انتظامي ادارې جوړولو عمل به مرحله وار تر سره كولې شي او دغسې لند مهاله حكومت به د خپلو ټولو ذمه واريو پالنه كوي۔