کوئټه 29 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي هېواد دا مهال د ګڼو چيلنجونو سره مخ دې، مخالفھ ډله دې د دهرنو په ځائې د حکومت سره په ګډه د هېواد استحکام او پر??ختګ له خپل كردار ترسره كړي، سردار بهادر خان ویمن پوهنتون پشین کیمپس جوړولو سره به د سيمې زدكونكو ته د اعلیٰ تعلیم موخې ترلاسه شي،سی پیك پر??ژې سره به هېواد كښې د پر??ختګ نوې دور پيل شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په روځ سردار بهادر خان پوهنتون پشین کیمپس پرانستې نه پس میډیا او زدكونكو ته خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع صوبائی وزیر ډاکټر حامد خان اچکزئی، د صوبائی اسمبلۍ غړې آغا لیاقت ، د سردار بهادر خان ویمن پوهنتون وائس چانسلره رخسانه جبین، د كوئټې دوهم میئر محمدیونس بلوچ ،نصیب اللہ بازئی ،ډی آئی جی عبدالرزاق چیمه ، دوهم کمشنر پشمول نور چارواكي هم موجود ؤ۔وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل قائد اعظم محمد علی جناح وينا ده چې د پاكستان پر??ختګ له ضروری ده چې ميرمنې د سړو برابر كردار ترسره كړي۔خضدار،پشین ،وډھ او نوشکی كښې د پوهنتون کیمپس جوړولو سره به د سيمې زدكونكو ته د اعلیٰ تعلیم موقعې ترلاسه شي اوس به څوك هم د تعلیم څخه محروم نه وي۔وفاقی وزیر ووئيل امن ته تر ټولو اول پام لر??ه كېږي كوم هېواد كښې چې امن نه وي هلته پر??ختګ نه كېږي۔ افغانستان ،عراق او نور حالات زمونږ پھ وړاندې دي۔ د ميډيا سره خپلو خبرو كښې ووئيل سی پیك پر??ژې سره به هېواد كښې معاشی انقلاب راشي خو ځينې وګړې د دې پر??ژې په ضد بې بنسټه ډنډورې كوي خو حقیقت معلومولو نه پس اوس ټول د دې پر??ژې بشپړولو كښې خپل کردار ترسره كوي ۔ ده ووئيل سندھ ،خېبرپښتواہ ،ګلګت بلستان ،بلوچستان او د پنجاب اولس به د دې پر??ژې څخه استفاده وكړي ۔ ده ووئيل اولس دې په بې بنسټه ډنډورو پسې نه ځي ٬ ترهه ګر سی پیك ته د زيان رسولو لپاره هلې ځلې كوي او هند د ګاونډي هېواد د لارې دې پر??ژې ته د زيان رسولو هڅو كښې بوښت دے ٬ ده ووئېل د هند د نیوی ??اضرسروس افسر کلبھوشن نيول د دې ښكار مثال دے خو امنيتي ادارې هم د ترهه ګرۍ ختمولو له كردار ترسره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د لوړو زدكړو فنډز 12 اربه نه 35 اربه روپو ته رسولې ??وې او راروان كال به تر 50 اربه ورسولې شي دغسې چې ځوانان اعلیٰ تعلیم ترلاسه كړي۔وفاقی وزیر د سردار بهادرخان پوهنتون کیمپس باقاعده پرانسته وكړه۔وفاقی وزیر زدكونكو له باور وركړو چې وفاقی حکومت به پشین كښې د پوهنتون لپاره ښه ودانۍ جوړوي، زدكونكو له به لیپ ټاپ او پوهنتون له جدید الات وركولو له ټول وسائل وركولې شي دغسې چې د پشین زدكونكي هم اعلیٰ تعلیم ترلاسه كولو سره د هېواد پر??ختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔