پنډۍ ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د لاهور دوره وكړه او په فوټرېس ستېډيم كښې ئې د آرمي بېنډ مقابلو د پائې رنګا رنګ دستوره كښې ګډون وكړو۔د آئي اېس پي آر ترمخه بېنډ مقابلو كښې 15 سيمه ايز مر??زونه او د 19 انفنټری بټالینز په شمول د پاكستان رېنجرز او نيوي ډلو برخه واخسته۔ په دې دستوره ك??ې حاضر سروس او ريټائرډ پوځي افسرانو او او چارواكو ګډون كولو۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو باندې انعامونه هم ووېشل۔ فرنټیئر فورس رجمنټل سنټر ??ری??یډنټ ملټري براس بېنډ ټرافي ترلاسه كړه۔ آرټ??ری رجمنټل سنټر رنر اپ پاتې شو۔ دغسې آرمي سروسز كور سنټر دريم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د پوځ سرلښكر خپل خطاب كښې د كاميابي ترلاسه كوؤنكو ډلو پېشه وره مهارت وستائلو او هغوي له ئې مباركي وركړه۔ د پاك پوځ اېډوجنټ جنرل انور علی حیدر هم په دې موقع موجود ؤ۔