کراچی ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د حکومت فعاله تګلارې ترمخه د توان ??و امنيت په مسئلو مو قابو موندلې او هېواد د پرمختګ په لاره روان كړې شوې۔ سي پېك به د دې پېړۍ تر ټولو لويه منصوبه ثابت شي۔ د هر هېواد په پرمختګ كښې سياسي استحكام او د پالېسۍ تسلسل بنيادي كردار ترسره كوي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې ګوادر به نړيوال معاشي هب جوړ شي۔ فائیوجی ټېکنالوجی کمرشلائز كېدو سره به هېواد كښې لانچ كړې شي۔ پاک چین فائبر کېبل سره به ډيجيټل نړۍ كښې انقلاب راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ځائي هوټل كښې د ډان ميډيا ګروپ او منصوبه بندۍ او اصلاحات وزارت په مرسته راجوړ كړې د ’’چائنا پاکستان ??کنامک کورېډور بزنس اپرچونیټیز‘‘ په سرخط کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده خپل خطاب د كنفرنس په كولو د ډان ګروپ مننه كړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ چې په كال 2013ء كښې كله حكومت له راغلو نو هېواد كښې د 18 څه تر 20 ساعتو لوډشېډنګ روان وو او نړيوالې ميډيا به د پاكستان په اړه وئيل مونږ يو ځل بيا د كاڼې زمانې ته روان يو۔ د هېواد معيشت ځپلې شوې ؤ۔ د امنيت صورتحال ناوړه ؤ۔ ده و??ئيل دغه وخت چين مونږ له چين لاس راكړو او سي پېك منصوبه پېل شوه۔ په دې مونږ د چين حكومت او اولس مننه كوؤ۔ ده و??ئيل موجوده حكومت په يو څ?? كلونو كښې صورتحال ښه كړے۔ نن د امنيت مسئلې د وړاندې په مقابلې كښې ډېرې ښې دي۔ كراچۍ ته امن بېرته راغلې۔ معيشت تندۍ سره پرمختګ كوي۔ ده و??ئيل مونږ له به سي پېك څخه ګټه پورته كول وي۔ احسن اقبال ووئيل نن نړۍ په ډیجیټل زون كښې داخل شوې۔ نوکیا بلېک بېری په نړۍ د كمال بزنس كړې ٬ نن اېپل ٬ سام سنګ او د هواوے په ډول كمپنۍ د ټېكنالوجۍ په لړ كښې بشپړ بزنس كوي۔ احسن اقبال ووئيل د 1980ء په لسيزه كښې د پاكستاني ??ولس سړي سر آمدن چين څخه زيات ښه ؤ ولې نن چين سړي سر آمدن څو چند زيات او د نړۍ تر ټولو مضبوط معيشت دے۔ ده و??ئيل د سي پېك د لارې د توان ??و انفراسټركچر يو شمېر پروژې پېل كړې شوي ۔ د رېلوے انفراسټركچر له 8 اربه روپۍ بېلې كړې شوې ۔ احسن اقبال ووئيل كله چې زما ملاقات د المان ??فير سره وشو نو ما هغه ته و??ئيل كه نن اروپاﺀ سويت يونين د ماتېدو څخه وروستو محفوظ ګڼي نو په دې كښې تر ټولو لوئے كردار د پاكستان ??ے ۔ ده و??ئېل د لكھونو په شمېر افغان كډوال نن هم پاكستان كښې ژوند كوي۔ نړۍ له به د پاكستان قربانۍ منل وي۔ په دې مهال پاكستان كښې د چين دوهم چيف آف مشن چولائي جيان ووئيل نن چې پاكستان كومو حالاتو څخه تېرېږي چين هم پخوا داسې حالاتو سره مخ پاتې شوې۔ پاكستان له به وړاندې تللو لپاره د چين تجربو څخه استفاده كول وي۔ ده و??ئيل سي پېك به د دواړو هېوادونو په ګټه و??۔ ده و??ئيل ??ين د سي پېك منصوبه په قامي جذبه پېل كړې او هره څانګه كښې د پاكستان مرستې له چمتو يو۔ ده و??ئيل د پاكستان ?? ودانۍ زياتره برخه په ځوانانو مشتمله ده كومه چې د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ ده و??ئيل نن د زرګونو په شمېر پاكستاني ??ده كوؤنكي د چين په تعليمي ادارو كښې زده كړې كوي۔ په دې مهال د اسټېټ بانك پخواني ګورنر ډاكټر عشرت حسېن ووئيل ??ين د منطقې مهم هېواد دے او سي پېك منصوبې څخه بايد دواړه هېوادونه ګټه پورته كړي۔ ده و??ئيل دې منصوبې سره به پاكستان په نړيواله منډۍ كښې يو غوره مقام ترلاسه كړي او ګوادر څخه تر كاشغر روټ كښې به په خاص توګه د بلوچستان ??و خېبر پختونخوا وروستو پاتې ضلعې پرمختګ وكړي۔