اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی)د قانون وفاقي وزير زاهد حامد وئېلي دي د داخله وزارت سره اړوندې قانون سازۍ لپاره زما په مشرۍ كښې كمېټي په فعاله توګه كار كوي۔د شورو په ورځ د اېف آئي اے هلو ځلو په اړھ 6 مياشتنيز راپور سېنېټ ته د وړاندې كولو په معامله ده ووئيل د اېف آئي اے د هلو ځلو په اړه شپږ مياشتنيز راپور د قانون ترمخه وړاندې كولې شي۔ده ووئي?? راپور وړاندې كولو په اړه رولز وضعه كول ضروري دي۔ده ووئي?? راپور پارلمان ته وړاندې كېدل پكار دي او په دې بايد ان كيمره بحث وكړې شي۔د دې څخه وړاندې پھ معامله بحث كښې سناتور فرحت الله بابر ووئيل دا راپور سېنېټ كښې جمع كول آئيني ذمه واري ده۔پھ دې راپور كښې د ګرفتارو په اړه سوبونو څخه دې په بشپړ توګه خبر كړې شوو۔سناتور جاوېد عباسسي ووئيل د قانون ترمخه په دې راپور بايد بحث وشي۔په سېكشن 53 كښې دې بدلون وكړی شي۔د مخالفې ډلې مشر سناتور اعتزاز احسن ووئيل قانون انسداد اليګرانك جرائم 2016 سېكشن 53 ترمخه د راپور وړاندې كولو او په دې د بحث كولو ت??لاره واضح كړی نه ده۔دا چارې بايد ترسره كړې شي۔په د?? اړه دې يوه مياشت كښې ضابطه جوړه كړی شي او پارلمان ته دې وړاندې كړی شي۔دغسې د سېنېټ چيئرمېن د?? معامله تر جمعې ورځې وځنډوله