اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي د آئين او قانون احترام په لړ كښې د محمد ??واز شريف او د عمران خان كردار د پاكست??ني اولس ??ه وړاندے دے٬ محمد ??واز شريف په هره م??قع د عدليه احترام او تقدس او د آئين او قانون سرلوړې لپاره سره د خپلو سختو اندېښنو خپل ځان قانون ته ځواب وركوونكې جوړ كړې او د دغې په م??ابل كښې عمران خان د آئين او قانون نه هم خپل ځان لوړ ګڼلې۔ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د كال 2013م نه واخله تراوسه حالات د پاكست??ني اولس ??ه وړاندے دي چې كوم سياسي ګوند او مشر د پرمختګ په اېجنډا او وژن كار كړے او يو سياسي ګوند او مشرانو ئې په سياسي او معاشي لحاظ د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د مخالفينو په دې منطق حېران شم چې عمران خان به د تورونو نه بري شي ??و د نااهلۍ څخه به بچ شي۔ وفاقي وزير ووئيل هيله ده عدليه به د عمران خان په معامله داسې پرېكړه وكړي كومه به چې د عدل تقاضو له مخې وي او په هغې به د پاكستان اولس باور وكړي۔