اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو مخنيوي لپاره د امريكې په هند اثر انداز كېدو له بايد خپل كردار ولوبوي۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د شو?? بشري حقونو خلاف ورزيو راپور جوړولو لپاره نړيوالې ادارې ته د خپل يو استازې د ټاكنې تجويز هم وركړې۔ ده وئيل منطقه كښې امن لپاره پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړي خو دې لپاره به هند له د پولې نه پورې اړخ ته راپارونكې كاروائۍ بندول وي كومو كښې چ?? يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل د سوئيلي آسيا منطقه كښې امن لپاره پاكستان د سارك خارجه وزيرانو په كن??رنس كښې هم غږ پورته كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرد هېواد كښې د ترهه ګ??ۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګ??ۍ په ضد جنګ دوام دار وي