كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئيلي دي چې د پاكستان او هندوستان د تقسيم نه پس د نيمې وچې په خاوره نن د ټولو نه د مهمې لارې د پرانستې دستوره ده٬ وزيراعظم عمران خان سكھـ ټولنې سره كړې خپل لوظ پوره كړو٬ نجوت سنګهـ سدهو نن د خاص مباركې حق دار دے۔ د خالي په ورځ په كرتارپور ??ښې د لارې پرانستې دستورې ته په خپله وېنا ??ښې ده د ټولو ياتريانو هركلې وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هند د كركټ پخواني لوبغاړي او د وزيراعظم عمران خان دوست نجوت سنګھـ عمران خان ته ?? لارې پرانستلو وئيلي و او نن هغه ورځ راغلې چې سكھـ ياتري خپل مقدس ځائ ته ??سنه لري۔ ده ووئيل چې بابا ګرونانك د خپل ژوند وروستې ورځې دلته ??ېرې ك??ې وې او ټول عمر ئې محبت ويشلې۔ ده ووئيل چې باباګرونانك به په بغداد ??ښې د قيام په مهال هر سهار د امام موسٰي كاظم او شېخ عبدالقادر جېلاني په مزاراتو حاضري كوله كوم چې د مذهبي همغږې او يووالي پېغام دے۔