اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د خارجه وزير ??خدوم شاه محمود قريشي په درنښت كښې د مالېزيا نائب خارجه وزير ??رزوقي لخوا دستوره وشو??۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان م??لېزيا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د وزيراعظم عمران خان د مالېزيا دورې او د ماليزيا وزيراعظم مهاتير ??حمد لخوا د پاكستان دورې دوه اړخيزه اړيكې قوي كړې دي۔ خارجه وزير د كشمير ??ه مسئلَه د هند دړكې نظرانداز كولو سره په اصولي دريځ خپلولو او د پاكستان د نظر په تائيد كولو د مالېزيا د حكومت ستائنه وكړ??۔ په دې موقع دواړو مشرانو د پاكستان او مالېزيا ترمېنځه د انفارمېشن ټېكنالوجې او د صنعت پشمول د دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ دوي د اسلامي هېوادونو په ستونزو او د دې حل لپاره د لائحه عمل په ضرورت خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د اسلام فوبيا٬ د اسلامي امت ترمېنځه د اتحاد په نشتوالي او داسې نورو موضوعاتو هم بحث وشو۔ دوي د تعليم ٬ د ځوانانو استعداد زياتولو او د كركيلې په څانګه هك ښې په شريكه مرسته زياتولو هم اتفاق وكړو۔ خارجه وزير د ده په درنښت كښې د دستورې په كولو د مالېزيا د نائب خارجه وزير ??رزوقي يحٰي مننه وكړه۔ د دې څخه وړاندې د مالېزيا نائب خارجه وزير د خارجه وزير شاه محمود قريشي تود هركلې وكړو