اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ګل په ورځ د لوئې اختر لمونځ فېصل مسجد كښې ادا كړو او هېواد او قام لپاره ئې د امن ، پرمختګ او سوكالۍ دعاګانې وغوښتلې۔ اولس مشر م??بو??ه کشمیر كښې د هند ظلمونو او ب??بر??ت سره مخ كشميري اولس او د كشمير مسئلې حل له هم خاص دعاګانې وكړې۔ د ګل په ورځ د سماجی رابطې په وېب سائټ ټویټر خپل يو پېغام كښې ډاکټر عارف علوی ووئيل چې د قربانۍ اختر د حضرت ابراهيم علېه السلام د يوې سترې قربانۍ ياد تازه كولو موقع راكوي۔ ده ??وئيل 8221; زمونږ زړونه د م??بو??ه كشمير وروڼو او خوېندو سره دي كوم چې دا مهال د هند سختو ظلمونو سره مخ دي۔ 8221; اولس مشر ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو د دوي د آزادۍ ورځ لرې نه ده۔ ده ??ه دې مهال ټول قام او كشميري وروڼو ته هم د اختر مباركي وركړه۔ ده ??وئيل کشمیرې اولس د خپلواكۍ خپل حق ترلاسه كولو له ځانګړې قربانۍ وركوي۔ اولس مشر ووئيل پاکستانې قام خپلو كشميري وړونو سره سم ولاړ دې او ددوئي سياسي سفارتي او اخلاقي ملاتړ به دوامدار ساتي۔