اسلام آباد ۔ 01جون (اے پی پی) وزیر اع??م عمران خان سره د سعودي ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان ملاقات وكرو۔ د وزيراعظم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان ترمخه دا ملاقات مكه مكرمه كښې د څوارلسم اسلامي كنفرنس په سائيډ لائنز وشو۔ د سعودی ولی عهد د اسلامی کانفرنس تنظیم د مشرانو غونډه كښې د ګډون كولو له د وزيراع??م عمران د سعودي عربستان دورې او د ده تود هركلې وكړو۔ دواړو لارښودو د شريكو سياسي ٬ اقتصادي او تجارتي اړيكو د موجوده صورتحال جاج واخست او په دې خبره ئې ??تف??ق وكړو چې د روان كال فرورۍ مياشت كښې د ولي عهد محمد بن سلمان دورې په مهال او په خصوصي توګه د سپریم کوآرډینېشن کونسل اولنۍ غونډې په مهال په شويو ??رې??ړو به عملدرآمد باوري كولې شي۔ وزيراع??م عمران په موخر ادائيګو پاكستان ته د پټروليم مصنوعاتو وركړې په آس??نۍ كښې په زياتوالي كولو د سعودي حكومت مننه وكړه۔ ده ووئيل د سعودي عربستان د ملګرتيا رويه او د پاكستان سخت اقتصادي صورتحال كښی په وخت مرسته د ستائنې وړ ده۔ وزیراع??م عمران خان او ولي عهد بن سلمان د شريكې خوښې په ټولو چارو پرله پسې د خيالاتو څرګندونې كولو ته هم سلا شول۔