اسلا?? آباد 07 مارچ (اے پی پی)پاكستان او سع??دي د پاك سع??دي سپريم رابطه كونسل له مخې د دوه اړخيزه اقتصادي٬سياسي او امنيت په اړه مرستې ته د لا ودې ورك??لو چارې تر معلومې مودې دننه پاې ته رس??لو ته سلا شوي دي۔ دا اتفاق د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د سع??دي عربستان د خارجه چارو دوهم وزير عادل الجبير ترمينځه د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال راغلې۔د خارجه دفتر وياند له مخې د سع??دي د خارجه چارو دوهم وزير په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته رارسېدلې۔خارجه وزارت ته په ??ات?? د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي د خپل سع??دي هم څنګ هركلے وكړو۔د سع??دي د خارجه چارو دوهم وزير د سع??دي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په سپارښتنه پاكستان ته راغلې دے۔د خارجه دفتر وياند له مخې د دورې مقصد د پاكستان او هند ترمينځه د تاؤ تريخوالې فضاﺀ د معمول له مخې جوړول دي۔د خبرو په مهال د پاك هند تاؤ تريخوالې او منطقه كښې د امن صورتحال پشمول د دوه اړخيزه شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه د تاؤ تريخوالې خاتمې لپاره د سع??دي ولي عهد لخوا د مصالحت وړاندېز هركلے كوو۔دواړو خارجه وزيرانو د پاك سع??دي سپريم رابطه كونسل له مخې دوه اړخيزه اقتصادي٬سياسي او امنيت په اړه مرستې ته د لا ودې ورك??لو اچارې تر معلومې مودې دننه پاې ته رس??لو ته سلا راغله۔د سع??دي خارجه چارو دوهم وزير عادل الجبير خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته د دواړو هېوادونو ترمينځه د هواري غوښتونكو چارو په پرامن ډول د حل ك??لو په لړ كښې د سع??دي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔د سع??دي د خارجه چارو دوهم وزير عادل الجبير به د خپلې دورې په مهال وزيرعظم عمران خان او د خارجه وزير پشمول اعلٰی سياسي او عسكري مشرانو سره مهم ملاقاتونه هم كوي