اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) پاکستان د پلوامه بريد په اړه هندي بيان رد كو??و سره وئيلي دي داخلي سیاسي مفاداتو لپاره دړكې او جارحيت د منطقې د امن په ګټه نه دې۔ هند له به د “زه نه منم” ګردان نه بهر كېدل ??ي۔ د كشميري زلمو پ?? ضد رياستي تشدد به ختمول او د مذاكراتو لار به خپلول وي۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند د هندي داخله وزارت وياند ادعا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل پا??ستان هندي تورونه ځكه رد كړي چې دا د بريد څخه سمدستي وروستو د كوم تحقيق نه غېر لګولې شوي دي۔ پخوا هم دهند دغسې د بې بنسټه تورونو عادت پاتې شوې۔ وياند ووئيل جېش محمد(جے ای ایم ) 2002 څخه پا??ستان كښې كالعدم تنظيم دې او پا??تستان په دې عملدرآمد كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ وياند د “جے اے اېم د ذمه وارۍ ادعا ” او د بريد كوؤنكي وېډيو سره د اړوندې هندي ادعا په اړه په هندي دريځ كښې ښكاره تضاد ته پا?? ګرځو??و سره ووئيل يو اړخ ته خو هند غیر تصدیق شوې سوشل ميډيا مواد “ګولډ سټېنډرډ” مني ولې ددې پ?? ضد چې كله انډین حاضر سروس نیوی کمانډر کلبھوش یادیو پاکستان كښې د ت??ري??ي هلو ځلو اعتراف وكړو او ذمه واري ئې ومنله نو هند منكر شو۔ وياند ووئيل هند بايد خپل احتساب په خپله وكړي او د خپ??و سېكورټي او انټېلي جنس ناكامو په اړه ځواب وركړي۔ هند بايد د كال 2017 څخه د بنديوان عادل احمد ډار په حقله د راپور هم سپناوې وكړي۔ وياند ووئيل پا??ستان هند سره اړيكې د معمول ترمخه كول غواړي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان خپل هندي همڅنګ نرېندر مودي ته خپل خط كښې وئيلي وو كه هند يو قدم پورته كړي نو پا??ستان به دوه قدمه پورته كړي۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو د معمول ترمخه كولو له د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال ددواړو هېوادونو خارجه وزيرانو ترمينځھ د ملاقات وړاندېز هم وركړې وو ولې هند په بې بنسټه جواز ملاقات منسوخ كړې وو