اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه حقيقي تحقيق او سيرت په موثره ډول رامخې ته كولو لپاره د هېواد په دريو لويو پوهنتونونو كښې سيرت چي??رز جوړولو لپاره د پلان مرتب كولو امر كړے دے۔ وزيراعظم دا خبرې د لوړو زده كړو كمېسون (ا??چ اي سي) چي??رمېن طارق بنوري سره د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ وزیراعظم ووئيل د سیرت چیئرز جوړولو مقصد د حضرت محمدۖ په حيات طيبه او اسوه حسنه جېنوئن ريسرچ او سيرت رامخې ته كول دي٬ ده ووئېل د حضرت محمدۖ همه ګير او جامع الصفات ذات مباركه په جېنوئن تحقيق او علم سره به نه يوازې انفرادي ژوندون له لارښوونه بلكې د اسلام په ضد د منفې ډنډورو مخ نيوي له مرسته هم ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل حضرت محمدۖ سره مينه د هر مسلمان د ايمان برخه ده۔ وزیراعظم ووئيل سږ كال د عید میل??دا??نبيۖ په موقع 220;رحمة اللعالمین کنفرنس” كولې شي چې مقصد ئې د سرور کائناتۖ سیرت مبارکه رامخې ته كول دي۔ د ا??چ اي سي چي??رمېن وزیراعظم په وزیراعظم هاؤس كښې د پوهنتون جوړولو په منصوبه تر اوسه د پېشرفت نه هم خبر كړو