كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې ډېر زر به پاكستان د تحقيق په څانګه كښې د وړومبو هېوادونو په نقشه كښې شامل شي٬انسانيت لپاره د خوراك٬داروګانو او د ونو په څانګه كښې په ځايې كچه د تحقيق ضرورت دې٬د رنځورو د ګران علاج ??خه بچ كېدو لپاره تحقيق او په دې څانګه كښې د ضروري اقداماتو كولو ضرورت دې۔ده دا خبرې د اتوار په ورځ د كراچۍ په پو??نتون كښې د كېميكل او بيالوجيكل سائنسز په نړيوال سنټر كښې سباؤن لپاره د قدرتي مصنوعاتو په موضوع د دوهم نړيوال سمپوزيم پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دستوره كښې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د لوړو زده كړو كميسون پخواني چيئرمېن ډاكټر عطاﺀ الرحمان او نورو هم ګډون وكړو۔اولس مشر ووئي?? چې بايد د كركيلې په څانګه كښې د اوبو د تحفظ په تكنيك هم تحقيق وكړې شي۔اولس مشر ووئي?? چې نوې پاكستان كومو خاص خلكو لپاره نه دې بلكې دا د هر چا لپاره دې او د هر يو وګړي خېرښېګړه د حكومت مشن دې۔اولس مشر په ماشومانو كښې د خوراك كمي او ناروغيو په اړه په خبرونو اندېښنه ښودلو سره ووئي?? چې د دې د مخ نيوي ضرورت دې۔ده ووئي?? چې بايد د تعليم مقصد د انساني وسيلو استعداد زياتول وي۔اولس مشر ووئي?? چې يوازې د كراچۍ پو??نتون په يوه څانګه كښې د 200 ??ېر ملكي زده كونكو اندراج د ستائنې وړ دې او دې سره د دې څانګې پياوړې كاركردګۍ ستائنه كېږي۔ده د مركز په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئي?? چې پو??نتونونو لپاره به د فنډونو معامله زر حل كړې شي۔ده په دې موقع د سائنسدانانو او ډاكټرانو كار هم وستائېلو۔