اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) مخالفې ډلې سره د تعلق لرونكو ګوندونو ټول ګونديز كنفرنس د زيارت په ورځ د سپيكر سردار اياز صادق په كور كښې وشو چې پكښې د مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف، سنا??ور راجه ظفر الحق، احسن ??قب??ل، شاهد خاقان عباسي، مشاهد حسېن سیّد، خواجه سعد رفیق، سنا??ور مشاهد اﷲ خان، مولانا فضل الرحمن، مولانا عبدالغفور حېدری، اکرم خان دراني، سنا??ور میر حاصل خان بزنجو، اسفند یار ولي، میاں اف??خار حسېن، سیّد یوسف رضا ګیلاني، خورشید شاہ، سناتورې شېری رحمن، لیاقت بلوچ، محمود خان اچکزئی او د نوید قمر پشمول د نورو سياسي ګوندو مشرانو ګډون وكړٶ۔ په غونډ كښې د مخالفې ډلې مشر چوكۍ لپاره د شريك كانديد وړاندې كولو ٬ د وزیراعظم، سپیکر او دوهم سپيكر انتخاب لپاره مشتركه لائحه خپلو لپاره خبرې اترې وشوې ۔ د ټول ګونديز كفنرنس نه پس د مسلم ليګ (ن) مریم اورنګزیب ووئيل اے پي سي 15 كسيزه كمېټي جوړه كړې كومه چې به د پارلمان دننه او د بهر چارو لپاره لائحه جوړوي۔ د كمېټۍ په غړو كښې مشاهد حسېن سید، سعد رفیق، احسن ??قب??ل، شیری رحمن، قمر زمان کائرہ، حاجي غلام احمد بلور، میاں اف??خار حسېن، مولانا عبدالغفور حېدری، اوېس نورانی، لیاقت بلوچ، بېرسټر مسرور، عثمان کاکړ، رضا محمد رضا، ملك ایوب او سنا??ور میر کبیر شامل دي۔ اېكشن پوائنټ او آئنده لائحه عمل به كمېټې ټاكي۔