اسلام ??باد 09 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك سره د ??اپ??ا چیئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ليدلي او ھغه ته ئې هېواد كښې د اوبو او پن ??رې??نا په چارو بريفنګ وركړے دے۔ وزیراعظم د ??اپ??ا منصوبو په خاص توګه ديامر بهاشا او مومند بندونو نه خبر كړے شو ۔ د بريفنګ په مهال وئېلې شوو په ديامر بهاشا او د مومند په بند به سږ كال كار پېل شي۔ په دیامر بھاشا بند كښې د 8.1 مېليونه ايكړ فټه اوبو جمع كولو ګنجاېش شته او دا منصوبه د 4500 مېګاٶاټ ??رې??نا پېدا كولو صلاحيت لري ٬ دعسې مومند هائېډرو پاور پراجېكټ به د 1.2 مليونه اېكړه فټه اوبو ذخيره كولو ګنجائش لري او 800 مېګاٶاټ ??رې??نا پېدا كولو صلاحيت به لري۔ دعسې 1410 مېګاٶاټ صلاحيت ولرونكې تربيلا فائيو د پراختيا منصوبه٬ د 2160 مېګاٶاټ ??رې??نا پېداوار داسو بند سټېچ ټو٬ د 7100 مېګاٶاټ لپاره كرم تنګي بند د دوېم پړاٶ جوړول په منصوبو كښې شامل دي۔ د ??اپ??ا چيئرمېن هېواد كښې د اوبو او ??رې??نا زيات شوي ضرورت لپاره د ??اپ??ا لخوا د پورته كړو ګامونه په حقله ووئېل ??اپ??ا تېر كال د اګست په مېاشت كښې ډېره بګټي اسلام ??باد كښې د 72 زره ايكړا زمكې اوبه كولو او د 2487 مېګاٶاټ ??رې??نا په قامي ګر??ډ كښې د شاملولو لپاره لوے منصوبې ترسره كړې دي۔ كومې منصوبې چې بشپړه كړې شوې په ھغې كښې د كچهي كنال فيز ون ٬ ګولن ګول ٬ تربېلا فور پراختيا منصوبه او د نيلم جهلم هائېډرو پاور پراجېكټ شامل دي۔ دغسې د كرم تنګي بند وړومبې پړاٶ په كال 2020 كښې بشپړ شي او دغسې د 2160 مېګاٶاټ د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ وړومبې پړاٶ به په كال 2023 كښې د ??رې??نا پېداور پېل كړي۔ وزیرا عظم جسټس (ر) ناصر الملك د اوبو او ??رې??نا په منصوبو د عملدرآمد په لړ كښې د ??اپ??ا په پورته كړو اقداماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل هېواد كښې د اوبو په رامخې ته شوي بحران قابو موندلو له كوټلو ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔