اسلام آباد ۔07 جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو 2018 ء كښې د برخه اخستونكو كانديدانو لخوا د ن??مز??ګۍ كاغذونو جمع كولو نن (ګل) آخري ورځ ده۔ د ن??مز??ګۍ كاغذونو جمع كولو لړۍ كښې تندي رامخې ته شوې۔ الېكشن كمېشن د ن??مز??ګۍ كاغذونو جمع كولو نېټھ تر 11 جون پراخا كړې وه۔ ولې بياهم پولنګ به په 25 جولائي كېږي۔ د اتوار په ورځ هېواد كښې د عمومي رخصتۍ باوجود د ريټرننګ افسرانو دفترونه پرانستلې وو۔ كانديدانو دغلته د خپلو پلاويانو په ملګرتيا كښې د ن??مز??ګۍ كاغذونه جمع كول۔ د شېډول ترمخه په 11 جون به د كانديدانو عبوري فهرست جاري كړی شي۔ د?? څخه وروستو به تر 19 جون ددې كاغذونو كره كتنه كولې شي۔ ددې كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړو په ضد به اپيلونه تر 22 جون جمع كولې شي۔ تر 27 جون د اېپلټ ټربیونل لخوا به په دې اپيلونو كار ترسره كولې شي۔ په 28 جون به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي۔ تر 29 جون به د ن??مز??ګۍ كاغذونه بېرته اخستلې شي۔ كانديدانو ته به انتخابي نښې په 30 جون الاټ كولې شي۔