اسلام آباد ۔05 جون (اے پی پی) الېكشن كمېشن د جسټس (ر) دوست محمد د خېبر پخ??ون??وا لنډمهاله اعل?? وزير غوره كولو اعلان كړې۔ د نهې په ورځ د الېكشن ك??مشن غونډه د چيف الېكشن كمشنر جسټس (ر) سردار محمد رضا په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې د كمېشن غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا په رالېږلې شويو 4 نامو غور وكړې شو۔ غونډې څخه وروستو د الېكشن كمېشن چارواكو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل جسټس (ر) دوست محمد د خېبر پخ??ون??وا لنډ مهاله اعل?? وزير غوره كړې شوې۔ د ده د غوره كولو پرېكړه د ټولو په اتفاق شوې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د لنډ مهاله اعل?? وزير په ټاكنه د خېبر پخ??ون??وا اعل?? وزير پروېز خټك او د مخالفې ډلې مشر مولانا لطف الرحمن ترمينځه د اتفاق نه راتلو څخه وروستو دا معامله پارلماني كمېټۍ ته لاړه او دغلته هم د اتفاق نه راتلو څخه وروستو الېكشن كمېشن ته ولېږلې شوه۔ ا??ېكشن كمېشن ته د حكومت لخوا د حمايت الله او اعجاز قرېشي او د مخالفې ډلې لخوا د منظور آفريدي او د پېښور پخواني چيف جسټس دوست محمد نامه لېږلې شوې وه۔ ا??ېكشن كمېشن د رايو په اتفاق جسټس (ر) دوست محمد غوره كړو