اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي وزیراعظم عمران خان امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره په ??لاقات كښې په څركندو ټكو ټولې مسئلې پورته كولو كښې وئيلي دي د مقبوضه كشمير وګري هند سره پاتې كېدل نه غواړي٬ ملګري ملتونه دې پخپلو قراردادونو د عمل درآمد سره كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو لپاره كردار ولوبوي۔ د شورو په ??رځ نجي ټي وي چېنل سره په خب??و كښې خارجه وزير ووئيل وزیراعظم ټرمپ سره د ملاقات په ??هال په ??ره نكته خبرې كړې او ھغه ئې د فنانشل اېكشن ټاسك فورس (اېف اے ټي اېف) پحقله د پاكستان د كوټلو اقداماتو نه خبر كړې۔ ده ووئيل د مني لانډرنګ مخنيوي او د ټېرر فنانسنګ خاتمې لپاره حكومت سنجيده ګامونه پورته كړي٬ پاکستان په اېف اے ټي اېف كار كوي چې پكښې كاميابي ترلاسه شوې۔ ده ووئېل پاكستان اېف اے ټي اېف په سياسي ??وګ?? كارول غواړي٬ اېف اے ټي اېف د سياسي وسلې په ??وګ?? هېچرې كارول پكار نه دي ٬ بايد نړۍ د پاكستان په اېف اے ټي اے پېشرفت تسليم كړي٬ هند په ??ره معامله د پاكستان په ضد ډنډوره كوي خو ټرمپ هم غواړي چې د اېف اے ټي اے په ??عامله د پاكستان مرسته كول پكار ده۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان خپل اهميت لري٬ پاكستان غواړي چې امريكې سره خپلې اړيكې ښې كړي خو پاكستان سره په اړيكو ټرمپ او امريكائي اسټیبلشمنټ په ??و پېج نه دي۔ ده ووئېل امريكا هند په ??نطقه كښې استراتېژك پارټنر ګڼي او د امريكې هند پلو پام لرنه څه نور وجوهات لري۔ ده ووئيل په اېف اے ټي اېف د پاكستان پېشرفت بايد اومنلې شي٬ ټرمپ هم پوهېږي چې په اېف اے ټي اېف پاكستان پېشرفت كړې او ھغه هم غواړي چې په د?? معامله د پاكستان بايد مرسته وكړې شي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل ټرمپ يو ځل بيا د كشمير په ??شاله د ثالثۍ د كردار لوبولو وړاندېز كړې ٬ ھغه غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې موند?? معامله حل شي خو ھغه په دې هم پوهه دے چې د كشمير مسئلې حل كښې هند لوي خنډ دے پاكستان نه ۔ ده ووئيل پاكستان په ??وثره ډول د كشمير كشاله په ??ړيواله كچه پورته كړې٬ د پاكستان د هلو ځلو په سوب دوه ځله د كشمير كشاله سلامتي كونسل ته وړاندې كړې شوې٬ په سلامتي كونسل كښې مبصرينو د كشمير په اړه ب