پېښور 22 دسمبر(اے ??ي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر پير نورالحق قادري وئيلي دي چې د سوئيلي اسيا په اسلامي هېوادونو كښې د امن فضا او د دين اسلام په وده كښې اولياكرامو مهم كردار ترسره كړے. ده دا خبرې په خېب?? ضلع كښې د اروښاد شېخ ګل صاحب د وړومبې تلين په موقع جوړ شوي تصوف كنفرنس ته د ??پل?? وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې هغه به د خپل والد صاحب او د مذهبي لارښود پير ??ري??ت رهبر شريعت اروښاد شېخ ګل مشن جاري ساتي. ده ووئيل چې د ارواښاد شېخ ګل صاحب خدمات به تل ياد ساتلې شي.